لوګر ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۳
516

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د حاجي ګلون کلي په سیمه کې د "یوسفيه" دیني مدرسې بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو په حضور کې کیښودل شوه.
یاده مدرسه د یو معارف‌دوست شخص په لګښت، په هغه نیم جرېبه ځمکه کې چې د محترم ملک محمد یوسف لخوا پوهنې ته اهدا شوې، د شاوخوا ۲ مېلیونه افغانیو په مجموعي لګښت جوړېږي.
د مدرسې دغه نوې ودانۍ به څلور اداري او درسي خونې، د څښاک پاکو اوبو یو حلقه، چاپېره دېوال او نور اړین ملحقات ولري، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې سلګونه تنه ماشومان د دیني زده‌کړو په برخه کې له اسانه لاسرسي څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS