لوګر کې د حق الزحمه ښوونکو ۱۴۷ بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې شول
پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د حق الزحمه ښوونکو ۱۴۷ خالي بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې شول.
یاد بستونه د پوهنې وزارت تر لارښوونې وروسته آزادې سیالۍ ته وړاندې شوي، چې ۱۱۰ د نارینه او ۳۷ د ښځینه ښوونکو بستونه په کې شامل دي.
په نوموړو بستونو کې د آزادې سیالۍ له مخې وړ ښوونکي ټاکل کېږي، چې لس ورځې وروسته به یې د ګومارنې آزموینه هم واخیستل شي.
د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي وایي: یاد حق الزحمه ښوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل لپاره ګومارل کېږي.
هغه زیاته کړه، د نوموړو ښوونکو د ګومارنې پروسه به په شفاف ډول ترسره شي او له مخې به یې مسلکي او وړ ښوونکي پر دندو وګومارل شي.
