لوګر کې د هلکانو یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۴۱
افتتاح مکتب ابتدائیه شهید غلام محمد در ولایت لوگر

پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې د شهید غلام محمد د هلکانو لومړني ښوونځي ته جوړه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست د استازو تر څنګ د نوموړي کلي یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو هم برخه اخیستې وه.

د یادې ښوونځی ودانۍ د اقراء پروګرام په مالي مرسته د شاوخوا ۴،۶ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ۶ ټولګي، یوه اداري خونه، د لمریزې برېښنا سیستم، لمریز واټر پمپ، د اوبو څاه او درې غرفې تشنابونه لري.

د شهید غلام محمد د هلکانو لومړنی ښوونځی نهه کاله مخکې فعال شوی، چې اوس مهال نيږدې دوه سوه زده کوونکي لري.

د لوګر ولایت د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د دښت کلي له اوسېدونکو څخه غواړي، چې د ښوونځي د ودانۍ په ساتلو او ښوونځي ته د ماشومانو په لېږلو کې هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د اقراء پروګرام له لارې ځینې نور جوړ شوي ښوونځي ګټې اخیستنې سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۵
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو له چارو څارنه وشوه 

د غور ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام محمد کاظم او د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس محترم انجنیر میر احمد مصمم د فیروزکوه ښار اړوند سیداباد ښوونځي له رغنیزو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کندهار زون د محترمو علما‌‌ءکرامو یو ورځنۍ ازموینې په اړه خبرتیا

د لوړو زده کړو وزارت د دیني درجو او تخصصاتو لوی ریاست په پام کې لري، د هغو محترمو علماءکرامو ازموینه چې په کندهار زون کې یې نوم‌لیکنه کړې ده، د شنبې ورځ، په۱۰/۵/۱۴۴۷ نېټه واخلي.
په همدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له تعلیمي مرکزونو سره نږدې ۱۲ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست ویلي چې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې په میاشت کې، د یاد ولایت اوسېدونکو په ټولیزه توګه ۱۱ مېلیونه ۸۷۵ زره ۵۵۰ افغانۍ تعلیمي ادارو ته ورکړې دي، چې په کې د دوه. . .

BACK TO NEWS