ننګرهار کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۵:۲۰
ننګرهار کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د څیرو لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دې ودانۍ پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست مسوولینو، د کلي یو شمیر قومي مشرانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

د ياد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقراء پروګرام له لوري د شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۴۶ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې ۶ ټولګي، ۲ اداري خونې، د اوبو څاه، ۳ غرفې تشنابونه او نور اړین ملحقات لري، چې په جوړيدو سره يې ۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپيريال برابر شو.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د ښوونځي ساتنې ته پام وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۵:۲۵
Background image

د خصوصي ښوونځيو د فيس په تړاو د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلاميه

نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين ډاکټر عطاالله واحديار او د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مشر محمد داٶد بابر شينواري په ګډون، د خصوصي ښوونځيو د فيس په تړاو د حکومت د رسنيو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۲۴
Background image

د غمرازۍ پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړه، چې د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال سيد عيسى سادات په يوې ترافيکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

(اناالله و انا اليه راجعون)

مرحو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۹:۲۴
Background image

بدخشان ولايت کې د پوهنې او فرهنګ سکتور ترمينځ غونډه جوړه شوه

پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان ولایت پوهنې ریاست د ښووني او روزنې سکتوري غونډه د یاد ولایت د پوهنې رئيس ډاکټر روح الله محقق په مشرۍ د یاد ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوه او د اړوندو. . .

BACK TO NEWS