نورستان ولایت کې د څه باندې ۴۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۲۹
25

د نورستان ولایت په واما، وانټ، وایګل، برګ‌مټال، کانتوا، نورګرام، کامدېش، دوآب او منډول ولسوالیو کې د ۲۲ بابه ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو رغونې، بیارغونې، احاطوي دېوالونو جوړولو، د څښاک پاکو اوبو څاګانې کیندلو او د لمریزې سیسټمونو نصبولو چارې، د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په ملاتړ د ۴۵ مېلیونه ۵۱۲ زره ۶۲۷ افغانیو لګښت سره پیل شوې.

د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي تاج محمد مطئمن په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په پورته ذکر شویو ښوونځیو کې سلګونو زده‌کوونکو ته خوندي ښوونیز چاپېریال او غوره تعلیمي آسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS