هلمند کي د نجونو یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړیږي

د پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت د مرکز اړوند د غازی امان الله خان د نجونو د ښوونځي د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره د هلمند مرستیال والي بریالي نظري، د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري، د لښګرګاه ښاروال انجینر عصمت الله صمدي او د ښار جوړونې او ځمکو ریاست رئیس فضل صافي له لوري کيښودل شوه.
د پوهنې رییس د ودانۍ د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سیمې خلکو ته په خبرو کې ټینګار وکړ، چې دولت د ټولو امکاناتو په کار اچولو سره د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه اړولې او هڅې دادي، چې ټول ماشومان په ځانکړي ډول نجونې با کیفیته زده کړو ته لاسرسی ومومي.
پوهنې رییس دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د ودانۍ ساتلو ته څانګړي پاملرنه وکړي.
د پوهنې رییس په وینا د غازي امان الله خان نجونوښوونځي لپاره نوې ودانی به ۸ درسي، ۲ اداري خونې، د لابراتوار او کتابتون لپاره خونې د څښاک د پاکو اوبو ژوره څاه او نورې اړینې آسانتیاوي به ولرې چې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا د یو کال په موده کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړیږی.