په باميان ولايت کې د يو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
![gfh](/sites/default/files/2023-12/whatsapp_image_2023-12-05_at_11.24.51_am_1.jpeg)
د باميان ولایت مرکز اړوند د (دهن آهنګران) په سيمه کې د ۲۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د يوه منځني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې ۱۰ درسي او ۲ اداري خونې لري، د يو همکار بنسټ په مالي مرسته په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
د ویلو ده، چې د يادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د بامیانو والي، پوهنې رئيس او یو شمېر نورو مسئولينو هم برخه اخیستې وه.
د باميانو والي او د دغه ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قندیلي د ښوونځي د پرانيستې په مراسمو کې د خپلو ویناوو پر مهال وويل: په دغه ولايت کې نورې پروژې هم په پلان کې دي او ډېر ژر به یې ولس ته د پیل په اړه خبر ورکړي.
د پوهنې رئیس څرګنده کړه: علم او پوهه د یوه هېواد د ترقۍ اوپرمختګ لپاره یوازینۍ لاره ده او له عامو خلکو یې وغوښتل تر څو خپل اولادونه د زده کړو لپاره ښوونځيو او مدارسو ته واستوي.
په پای کې نوموړي د ودانۍ په رغولو کې له یاد خیریه بنسټ څخه مننه او هرکلی وکړ.