په بامیان ولایت کې د ۲ بابه مدارسو لپاره ۲.۵ جرېبه ځمکه وقف شوه
د بامیان ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت پنجاب ولسوالۍ علم پروره اوسېدونکو هر یو محمد صادق او سید امیر دوه نیم جرېبه ځمکه په دغه ولسوالۍ کې د ۲ بابه مدارسو جوړولو په موخه پوهنې ته وقف کړې ده.
د پوهنې وزارت رهبري د بامیان ولایت د معارف دوسته خلکو د دغه نېک کار له امله ستاینه کوي.