په بامیان ولایت کې د ۶۰۰۰ ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي لپاره اوبو رسولو پروژه پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۹
sa

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ اړوند د لیلور زارین لومړني ښوونځي لپاره اوبو رسولو پروژه، چې پکې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه او د اوبو رسولو شبکه له ټولو اړینو وسایلو سره شامله ده، د پوهنې ملاتړ بنسټ له لوري د ۶۰۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت بشپړه او د یاد ولایت د والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار او امنیتي مسئولینو په حضور کې پرانیستل شوه.

د پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې به د پوهنې د ټولو پروژو له پلي کولو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې دبامیان ولایت پوهنې ریاست، څه موده وړاندې په کهمرد ولسوالۍ کې د دشت سفید منځنی ښوونځى پرانیست.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS