په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
5689

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل شوې.
د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه ښوونځی په یوه پوړ کې په اساسي او معیاري ډول جوړ شي، چې ۲۱ درسي خونې، د اوبو رسولو سیسټم او نور اړین تاسیسات به ولري.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د پورته ذکر شوي ښوونځي د چارو پیل په مراسمو کې د علم او پوهې پر ارزښت او د تعلیمي بنسټونو پر رول خبرې وکړې او د یاد هېوادوال له نېک او ارزښتناک اقدام څخه یې قدرداني وکړه.
د یادونې وړ ده، چې اوس‌مهال په دې ښوونځي کې ۹۴۵ تنه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS