په بلخ ولایت کې د دیني زده کړو مرکزونو لپاره، د استادانو د ګمارلو په موخه، رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۰:۵۴
فقغ

 د افغانستان.ا.ا عالي رهبرۍ له لوري د اسلامي زده کړو مرکزونو لپاره د سل زره نويو بستونو له منظورۍ وروسته، د بلخ ولایت د اسلامي زده کړو مرکزونو لپاره ۱۴۴۵ بستونه ځانګړي شول.
 د عدالت د تامين او يادو بستونو ته د پوهو او تجربه لرونکو کسانو د ګمارلو په موخه، د ياد ولايت د پوهنې رياست رقابتي آزموينې پروسه په لاره واچوله او دوه زره نوماندانو څخه يې رقابتي آزموينه واخيسته.
  د ياد ولايت د نارينه وو او ښځينه وو لپاره د اسلامي زده کړو د مرکزونو د نشتوالي د ارزونې له مخې، په پام کې ده چې په دغو بستونو کې ١٢٦٠ تنه نارينه او ١٨٥ تنه ښځينه استادانې په دندو وګمارل شي.
  د يادو بستونو لپاره د نوماندانو تر منځ د آزادې سيالۍ دغه پروسه د يو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې د ياد ولايت والي، پوهنې رئيس، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون استازو، نظامي چارواکو او يو شمېر ديني عالمانو پکې ګډون درلود، د مزارشريف روضې انګړ کې ترسره شوه. 
 د بلخ والي الحاج محمد يوسف وفا د يادې پروسې د څارنې تر څنګ، دا پروګرام د ديني زده کړو په برخه کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او په روڼتيا يې ټينګار وکړ.
 دغه راز د همدې ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهيدخېل هم په ياده پروسه کې د عدالت او روڼتيا پر تامين د ټينګار تر څنګ، ياد رياست ته د زياتو بستونو د ورکړې اعلان وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS