په تعلیمي بنسټونو کې د راستانه شوو افغان زده‌کوونکو د جذب په تړاو د پوهنې وزارت اعلامیه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۱۰
25

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت، د خپل دیني، وظیفوي او ملي مکلفیت له مخې، له ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو څخه هېواد ته د راستانه شوو او راستنېدونکو افغان کډوالو تود هرکلی کوي او د هغوی د اولادونو د ښوونې او روزنې مسؤولیت په پوره ژمنتیا سره پر غاړه اخلي.

راستانه شوي زده‌کوونکي به د هېواد په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو، او نورو امارتي او خصوصي تعلیمي بنسټونو کې جذبېږي، څو وکولای شي خپلو زده‌کړو ته، له خنډ او ځنډ پرته، په یوه خوندي، باوقاره او اسلامي چاپېریال کې دوام ورکړي.

موږ له ټولو درنو والدینو، اړوندو سیمه‌ییزو مسؤولینو، دیني علماوو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوو، چې د دغه اسلامي او ملي مسؤولیت د بریالي تر سره کېدو لپاره له وزارت سره مخلصانه همکاري وکړي.

د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS