په خوست کې د ستورپوهنې ښوونیزو سیالیو نتایج اعلان شول

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۲:۱۵
په خوست کې د ستورپوهنې ښوونیزو سیالیو نتایج اعلان شول

د پوهنې وزارت_خوست: د "افغان ستورپوهنې علمي ټولنې" په تېرو پنځلس ورځو کې د خوست ولایت په مختلفو ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ د ستورپوهنې په برخه کې د مقالو لیکلو سیالۍ ترسره کړې، چې د یوي غونډي په ترڅ کې نتایج اعلان شول.

په یاده غونډه کې د خوست مرستیال والي عبدالوحد پټان، پوهنې رئیس نصیراحمد روښان، قومي مشرانو، د لېسو امرینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی ؤ.

د خوست پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خبرو کې وویل: دا ډول پروګرام د زده کوونکو د هڅونې ترڅنګ د دوی استعدادونه هم پیاوړي کوي.

پوهنې رئیس همدا راز، له افغان ستورپېژندنې علمي ټولنې مننه وکړه چې د خوستیو زده کوونکو لپاره یې دا ډول ګټور پروګرام برابر کړی ؤ او د دغه پروګرام د دوام غوښتنه یې وکړه.

د افغان ستورپېژندنې علمي ټولنې نماینده فهیم سپین غر د مراسمو ګډون والو د یادو سیالیو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې، د خوست په مرکز او د ولسوالیو په ۶۷ ښوونځیو کې موږ دغه سیالۍ ترسره کړې چې له جملې یې ۳۰ ښوونځي د سیالیو ګټونکي شول، ده وویل دغه ښوونځیو ته موږ یوه پایه انعکاسي تلسکوف او سل جلده د ستورپېژندنې کتابونه د جایزې په توګه ورکوو.

ښاغلي سپین غر وویل، له دې سیالیو یې هدف د زده کوونکو ترمنځ د ساینسي مناظرو، علمي تجربو ته هڅول او په ټولنه کې د ساینس فرهنګ ته کار کول دي.

خوست مرستیال والي عبدالوحد پټان دغه سیالیو هرکلی وکړ او د ولایتي ادارې په استازیتوب یې هر ډول مادي امکاناتو د برابرولو او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د مراسمو په پای کې د اتو مرکزي لېسو زده کوونکو ته عملا تلسکوبونه وویشل شول او د ولسوالیو مکاتبو ته به هم په خپل وخت و رسیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS