په خوست کې د سمسور ښوونځي تر عنوان لاندې په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو بهیر پیل شو
د پوهنې وزارت_خوست: په خوست ولایت کې د سمسور ښوونځي تر عنوان لاندې په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو په لړ کې به سږ کال په ټولو ښوونځیو کې د پوهنې ریاست او د زده کوونکو د والدینو په همکارۍ په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه میوه لرونکي او زینتي نیالګي کینول شي او د پوهنې ریاست له لوري به یې د یوه منظم پلان له مخې ساتنه وشي.
د دغه بهیر په پیل کې د خوست ښار د ازادۍ مېنې عالي لېسې په انګړ کې د غازي امان الله خان خصوصي لېسې د ادارې او د زده کوونکو له لوري لسګونه نیالګي نهال شول.
د یادې لېسې مدیر قیام الدین مندوزي په خپلو خبرو کې وویل: " د دولتي او خصوصي ښوونځي تر منځ هېڅ توپیر نشته ځکه په دواړو ښوونځیو کې د هېواد بچیان روزل کېږي نو پر دې اساس دواړه ښوونځي پر موږ ټولو حق لري چې په سمسورتیا او رغونه کې یې برخه واخلو.
د ازادې مېنې لېسې مدیر قاسم جان د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې دغه نیالګیو ساتنې او پالنې ته به جدي پاملرنه کوي، د خپل ښوونځي د سمسورتیا لپاره به لا نورې هڅې کوي او د زده کړې لپاره به ښکلی او ارام چاپېریال برابروي.
