په سرپل ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې رغنیزې چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۳۰
24

د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ اړوند د مرکزي دارالعلوم ودانیزې چارې، د یاد ولایت پوهنې چارواکو له خوا په رسمي ډول پیل شوې.

دغه تعلیمي پروژه چې د یاد ولایت معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ سره د شاوخوا ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت سره د ۴.۵ جرېبه ځمکې په ساحه کې په درې پوړیز ډول پلي کېږي، ۱۲۰ درسي خونې، یو محراب جومات، خوړنځی او نور اړین محلقات پکې شامل دي.

د سرپل ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني په خپله وینا کې د ګوسفندي ولسوالۍ له خلکو څخه د دغې لویې پروژې په تمویل کې د فعالې ونډې اخیستنې له امله د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې دوی باید د مدارسو او ښوونځیو د ساتنې، تجهیز او لا پراختیا لپاره له پوهنې وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د پوهنې وزارت مشرتابه، د هېواد د پوهنې مینه والو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي او د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې کیفیت لالوړولو ته خپل ځان ژمن ګڼي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS