په غزني ولایت کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۵۶
36

د غزني ولایت پوهنې ریاست کې، د مدارسو اداري مسئولینو لپاره د ۸ قلمه اداري کتابونو له منځپانګې سره د بلدتیا او مسلکي کولو په موخه، "د ۸ قلمه اداري درسي کتابونو پېژندنې" تر سرلیک لاندې ۲ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

یاد پروګرام د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د پوهنې چارواکو په نوښت په مرکز کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره په لاره واچول شو.

د یادونې وړ ده چې همدغه سیمینار پخوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره ترسره شوی و، چې اوسمهال د مدارسو اداري چارواکو لپاره دایریږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۵
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ د سرخ قلعه په سیمه کې، د ۱.۵ جریب وقف شوې ځمکې پر سر د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره، د سیمه‌ییزو مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د خلکو په حضور کې کېښودل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ اړوند د «سیاه‌خارک خربید لومړني ښوونځي» د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست مسوولینو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د سرپل ولایت په البدر ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو کارونه پیل شول

د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ اړوند دمگاه کلي کې د حضرت بلال «رضي‌الله‌عنه» په نوم د یوې دیني مدرسې جوړولو چارې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده مدرسه چې د سیمه‌ییزو خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS