په غزني ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ "د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله ژوند" په اړه علمي سیالي ترسره شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴۰
سی

د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د مدارسو او ښوونځيو د ۴۵۰۰ تنو طلابو او زده‌کوونکو ترمنځ د اسلامي امت لپاره د امام ابوحنیفه رحمه الله د ژوند، پوهې او خدمتونو په اړه یوه لویه علمي سیالي ترسره کړه.
په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني وویل چې، د دې پروګرام موخه د امام ابوحنیفه رحمه الله د علمي خدمتونو معرفي کول، د لویو علماءکرامو مقام ته درناوی او د اسلامي فقهې د بنسټونو پېژندل دي.
نوموړي زیاته کړه چې د امام ابوحنیفه رحمه الله علمي ښوونځی نه یوازې د اسلامي امت لپاره د فقهې بنسټ اېښودونکی دی؛ بلکې په امت کې یې د فکر، استدلال او اجتهاد روح هم ژوندی ساتلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS