په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت په مرکز کې د شاه ابوالفتح ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، وویل چې دغه ودانۍ به د یوه فرهنګي او د پوهنې ملاتړي بنسټ په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي.
د نوموړي په وینا، په دې ودانۍ کې به د ټولو اړینو ملحقاتو ترڅنګ ۹ درسي خونې جوړې شي، چې لسګونو زدهکوونکو ته به خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړي.
