په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره درسي ټولګي جوړ شول
د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ د سپیدار کلي یو ژمن او متدین شخصیت محترم مولوي محمد ولي روحاني په خپل لګښت د فیض العلوم دیني مدرسې لپاره ۸ درسي خونې جوړې کړې، چې د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو درسي ټولګیو د جوړولو ټولیز لګښت شاوخوا ۶۰۰ زره افغانۍ و، چې په ترڅ کې یې د لسګونو ماشومانو لپاره د زدهکړې فرصتونه برابر شوي دي.
