په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ ورغول شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۲
5145

د غزني ولایت آب‌بند ولسوالۍ اړوند سپین‌قل سیمه کې د احمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ د یادې ولسوالۍ یو تن متدین شخصیت په مالي لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې ودانۍ کې یو پراخه دارالحدیث، دوه درسي خونې او یو لوی ګدام شامل دي، چې د جوړولو لګښت یې یو مېلیون افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې مسئولینو وویل: "د  دغې مدرسې جوړول د اسلامي علومو د زده‌کړې او پراختیا په لور یو لوی ګام دی او دا ځای به د سیمې د ځوانانو لپاره په علمي او تعلیمي مرکز بدل شي."
د پوهنې وزارت مشرتابه په پورته ذکر شوې ولسوالۍ کې د مدرسې جوړولو لپاره زموږ د هېوادوال له مرستې ستاینه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS