په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند په خمتخېلو کلي کې «د شهدااللبنات» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مرسته د یو مېلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې مسئولینو له لوري افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد مدرسه ۴ درسي خونې او یو سالون لري، چې په جوړېدو سره یې شاوخوا ۲۰۰ تنو زدهکوونکو ته مناسب، معیاري او خوندي تعلیمي چاپېریال برابر شو.
پوهنې وزارت د خلکو له مرستو او ملاتړ څخه، په ځانګړي ډول د مقر ولسوالۍ د اوسېدونکو له همکاریو څخه مننه او قدرداني کوي.
