په غزني ولایت کې د یوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
په غزني ولایت کې د ناني بازار ته څېرمه د چهارده په ساحه کې د عبدالله ابن مبارک په نامه د دیني مدرسي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې مناسبت د پوهنې د رئيس، علماوو، ولسي مشرانو او د ځايي خلکو په ګډون ستره غونډه جوړه شوې وه.
په یاده غونډه کې د پوهنې د رئیس مولوي مير نصیر احمد آغا په شمول ګڼ شمېر علماوو ویناوې وکړي.
د پوهنې رئیس وویل چې د مدارسو او ښوونځيو پرمختګ زموږ له لومړېتوبونو څخه دي او ټول بايد په ګډه ورته کار وکړو.
یاده غونډه د دعائیې په لوستلو پاى ته ورسېده.
