په فاریاب ولایت کې له ۱۰۰ څخه ډېر د سواد زده‌کړې کورسونو جوړ شوي

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۱۹
12

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې په یاد ولایت کې ۹ بابه د سواد زده‌کړې کورسونه فعال شوي، چې ۱۰۸ تنه کوچیان او بندیان پکې زده‌کړې کوي.

همدارنګه، د عامه پوهاوي لپاره ۱۵۰۰ ټوکه بروشرونه وېشل شوي او له ۶۰ څخه زیات د همغږۍ ناستې له دیني علماءکرامو او استادانو سره ترسره شوې دي.

د پوهنې چارواکي وایي، دغه فعالیتونه د سواد پراختیا په برخه کې مهم ګامونه ګڼل کېږي او هڅه کوي چې ورته پروګرامونه د همدغه ولایت په نورو سیمو کې هم پراخ کړي، ترڅو د بې سوادۍ کچه راټیټه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS