په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره ۳ جرېبه ځمکه وقف شوه

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ یو تن علم پروره شخص حضرت محمد یوسف د خپل شخصي ملکیت څخه ۳ جرېبه ځمکه چې مالي ارزښت یې شاوخوا ۶ سوه زره افغانۍ کېږي، د خالد بن ولید (رضی الله عنه) لومړني ښوونځي ودانولو په موخه پوهنې ته وقف کړه.
یاد ښوونځی چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل سره سم تاسیس شوی، د ځای د نشتوالي له امله یې تدریسي چارې د کلي د اوسېدو په یو کور کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د دغه ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د دوو تنو معارف دوسته شخصیتونو له خوا ۲ بابه ښوونځيو ته ځمکه ورکړل شوې وه.
د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام څخه د ملاتړ په برخه کې د لوګر ولایت له علم پروره ولس څخه مننه او قدرداني کوي.