په لوګر ولایت کې د ۸ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۱۰
14

د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د یاد ریاست مسئولینو، یو شمېر علماوو او د خلکو استازو پکې ګډون درلود، په دغه ولایت کې د ۸ بابه ښوونځیو ودانۍ ګټې احیستنې ته وسپارلې.
ياد ښوونځي د دغه ولايت په مرکز پل علم او چرخ ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې ټولټال پرې ۱۴ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د همدغو ښوونځیو بيارغونې او تجهيزاتو د پروژو لګښت د پوهنې په برخه کې د يو همکار بنسټ لخوا تمويل شوى دى.
یاد ښوونځي د اړینو ملحقاتو سربېره په لمریزه برېښنایي انرژۍ هم سمبال دي.
د لوګر پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د پوهنیز نظام سره خپلو مادي او معنوي همکاریو ته دوام ورکړي او خپل ماشومانو مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.
ويناوالو او د زده کوونکو والدينو د هېواد ماشومانو د پوهنې ودې او پرمختګ په برخه کې د پوهنې مسئولينو له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS