په لوګر کې ۴۰۰ ښوونکو د ظرفيت لوړولو مسلکي روزنه تر لاسه کړه
د لوګر په ولايت کې ۴۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې له لنډ مهاله روزنيز ورکشاپ څخه فارغ شول.
د يادو روزل شوېو ښوونکو په فراغت غونډه کې چې د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو په لېسه جوړه شوې وه د پوهنې رياست د مالي او اداري چارو مرستيال محمد عارف معاذ، د پوهنې ښاري آمر مفتي مولوي ضياءالحق ملنګ او د ودان مٶسسې ولايتي مسٶل محمد علم غالب برخه اخيستې وه.
دغه ښوونکي د ۱۴ ورځو په موده کې د پوهنې رياست په هلو ځلو د يونيسف مٶسسې په مالي لګښت د ودان مٶسسې له خوا په مسلکي ډول روزل شوي دي.
په روزل شويو ښوونکو کې ۳۲۱ نارينه او ۷۹ ښځينه دي، چې ټول د چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو نوي ګومارل شوي ښوونکي دي.
د دغې روزنې مٶخه د نوموړو ښوونکو د وړتياوو او دغه راز په چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو کې د تدريس کيفيت ښه کول او لوړول دي.
د ودان مٶسسې د تېر يوه کال راپدېخوا د لوګر د پوهنې په برخه کې له زده کړو بې برخو ماشومانو ته د زده کړو زمينې د برابرولو په برخه کې خپل فعاليت پيل کړى دى.
دغې مٶسسې د خپل فعاليت له پيله تر اوسه په ټول لوګر کې ۴۰۰ سيمه ييز او د چټکو زده کړو ټولګي جوړ کړي او هم يې د ۷۹ ښځو په ګډون ۴۰۰ کسانو ته د ښوونکي په توګه د دندې زمينه برابره کړې ده.
د يادو ټولګيو له جملې څخه؛ ۶۵ په مرکز پل علم؛ ۶۵ په څرخ؛ ۶۶ په محمدآغې؛ ۴۳ په خوښۍ؛ ۶۷ په برکي برک؛ ۴۷ په خروار او ۴۷ په ازرې ولسواليو کې جوړ شوي دي.
د نوموړو ټولګيو په جوړولو سره شاوخوا له زده کړو ۱۲۴۵۰ بې برخو ماشومانو ته؛ چې ۹۷۶۰ يې نجونې دي د زده کړو ويلو زمينه برابره شوې ده.
دا ټولګي؛له لومړي ټولګي تر درېیم ټولګي پورې ټولګي لري، د رسمي ښوونځیو په څېر په کې زده کړې کېږي، چې تر درېیم ټولګي وروسته زده کوونکي به یې په رسمي ښوونځیو کې جذب شي.
