په میدان وردګ ولایت کې د یوه لومړني ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۹:۱۳
10

د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د عبدالرحمن بن عوف لومړني ښوونځي د بیارغونې عملي چارې، د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت له خوا په رسمي ډول پيل شوې.
په ياده پروژه کې احاطوي دېوال، د اوبو رسولو سيسټم او نور اړین ملحقات شامل دي او ټولټال لګښت يې ۷ ميليونه افغانۍ اټکل شوى چې د پوهنې د یو ملاتړ بنسټ له خوا ورکول کېږي.
د میدان وردګ ولایت پوهنې رئبس وویل، موږ نه یوازې دا چې د ښوونې او روزنې په برخه کې هڅې کوو، بلکې د نویو ښوونیزو بنسټونو د بیارغونې په برخه کې هم خپلې هڅې جاري ساتو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS