په ننګرهار کې د يو ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۱۰:۳۳
په ننګرهار کې د يو ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د محمدعلي لونګین ښوونځي نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د والي شاه محمود میاخیل، د پوهنې رییس حسیب الله شینواری او سیمې مخورو لخوا د پټې په پریکو لو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه!
. په پېل کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې د سیمې خلکو ته ددغه ودانۍ د جوړیدو له امله مبارکي وویله دیاد ښوونځي له ښوونکو یې وغوښتل چې خپل زده کوونکي پر ملي روحیه وروزي. ننګرهار والي همدا راز دسیمې خلکو ته په ښوونیزه برخه کې د هغوې دستونزو د حل ډاډ ورکړ بیا د ننګرهار د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې وویل د محمد علي لونګین لومړنی ښوونځی شپږ سوه نجونې او هکلکان زده کوونکي لري چې تر دې وړاندې یې په ازاده فضا کې زده کړې کولې خو اوس یې ددې ودانې په جوړیدو سره د سرپناه ستونزه هواره شوه.دپوهنې ریس د سیمې له خلکو وغوښتل چې دپوهنیز بهیر سره د مرستو او ګډون او همدارنګه ددې ودانۍ دښه ساتلو په موخه ولسي شورا جوړه کړي .دسیمې دخلکو په استازیتوب مسلم ابراهیمي خبرې وکړې او دیاد ښوونځي لپاره یې د اړتیا وړ احاطې دیوال جوړولو او خدماتي پرسونل د ګومارنې غوښتنه وکړه چې د مسولینو له لورې ورته د حل ډاډ ورکړشو.
دکامې ولسوالۍ د محمدعلي لونګین لومړني ښوونځي نوې ودانې چې په درې زره پنځه سوه متره مربع زمکه کې په درې پوړونو کې په پاخه اواساسي ډول دیو کال په موده کې د ښار جوړونې ریاست تر څارنې لاندې په نولس نیم ملیونه افغانۍ جوړه شوې ۱۸ درسي او اداري خونې او نور اړین ملحقات لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زده. . .

BACK TO NEWS