په نیمروز ولایت کې زده کوونکو ته د تدریسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۴۸
uyrew

د نیمروز ولایت پوهنې مسئولین خبر ورکوي چې: په دې وروستیو کې د یاد ولایت د پوهنې یوې ملاتړې ادارې له لوري ۱۲۶۵ کارتنه درسي مواد او قرطاسیه د همدغه ولایت پوهنې ریاست ته ورکړل شول، چې له دې جملې ۹۲۹ کارتنه قرطاسیه له لومړي تر درېیمو ټولګیو پورې ۱۸۰۰۰ تنو زده کوونکو ته او همدارنګه ۴۳۶ کارتنه ښوونیز مواد ۴۳۶ تنو ښوونکو ته وېشل شوي دي.

د نیمروز پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني وویل، چې د یادو ښوونیزو توکو په وېشلو سره به د لوی شمېر زده کوونکو ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS