په هرات ولایت کې د سیرت النبي « صلی الله علیه وسلم » سیالي ترسره شوې
د ځوانانو ترمنځ د اسلامي کلتور پیاوړتیا، زدهکړې ته د زدهکوونکو هڅولو او د هغوی دیني پوهاوي کچې لوړولو په موخه، "د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» او راشدینو خلفاوو پر ژوند او کړنو پوهېدل" تر سرلیک لاندې یوه علمي-کلتوري سیالي د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې ترسره شوه.
په یاده علمي سیالۍ کې ۲۱۰ تنو زدهکوونکو برخه واخیسته او د پیغمبر «صلی الله علیه وسلم» او راشدینو خلفاوو په ژوندلیک پورې اړوندو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د شینډنډ ولسوالۍ پوهنې آمر په خپله وینا کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» او راشدینو خلفاوو په ژوند او کړنو د پوهېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "د حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» او راشدینو خلفاوو د ژوندلیک، اخلاقو او چلند سره د ځوان نسل آشنایي کولای شي، هغوی د ټولنې په ګټورو، اخلاقي او خدمتګارو خلکو بدل کړي."
د یادونې وړ ده هغه کسان چې په همدغه ازموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړي، په ستاینلیکونو او ډاليو سره به وویاړل شي.
