په هرات ولایت کې د صنفي اصولو زده کونکو ته د ښوونیزو موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۳:۴۵
14

د هرات ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې د یادو ولایت د صنفي اصولو د ښوونځیو زده کونکو ته، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ د ۱۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو کڅوړو وېش لړۍ پیل شوه.

پورته ذکر شوي کڅوړې چې پکې قرطاسیه، درسي کتابونه او نور اړین تعلیمي او درسي توکي شامل دي، له پلان سره سم به د لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې شاوخوا ۲۷۵ زره زده‌کونکو او د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو شاوخوا ۱۰۷۰۰ تنو ښوونکو ته ووېشل شي.

پوهنې وزارت د تعلیمي ادارو له همکاریو مننه کوي او له زده کونکو او ښوونکو څخه غواړي، چې له پورته ذکر شویو تجهیزاتو څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې اعظمي ګټه پورته کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS