په هلمند ولایت کې د ۱۸۵ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی میتودیکي سیمینار پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۴۱
25

هلمند ولایت کې د ۱۸۵ تنو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه «د ګټور تدریس» تر سرلیک لاندې ۶ ورځنی مسلکي سیمینار، د یو همکار بنسټ په ملاتړ د پوهنې ریاست مسئولینو او ګډون والو په شتون کې پیل شو.

پوهنې مسئولينو یاد سيمينارونه ګټور او ارزښتناک وبلل او له ګډون والو يې وغوښتل، چې له دغه ډول فرصتونو څخه ډېره ګټه پورته کړي، تر څو د زده کوونکو د تعليمي کچې په لوړولو کې رغنده رول ولوبوي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هلمند ولايت په ولسواليو کې د ښوونکو او د پوهنې مسئولينو لپاره دا ډول سيمينارونه جوړ شوي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS