په پروان ولایت کې د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۵۷
شسش

د پروان ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ د دره ترکمن په سیمه کې د دولت خاني لومړني ښوونځي نوې ودانۍ چې د ځایی خلکو په مرسته د ۵ مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړه شوې وه، په رسمي ډول د پوهنې رئیس او چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پروان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي د ځایی خلکو له ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: "یاد ښوونځی چې د یو کال په اوږدو کې په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی، ۱۰ درسي خونې، څلور غرفې تشنابونه او د څښاک پاکو اوبو سیسټم لري، چې په پایله کې یې د زده‌کوونکو لپاره خوندي تعلیمي چاپېریال رامنځته شو."

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS