په پنجشير ولايت کې د پوهنې رئيس ددغه رياست له مسؤلینو او آمرینو سره کاري غونډه وکړه
د دغې غونډي مشري چې د پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس کوله او د هغه مرستيالانو هم په کې ګډون درلود غونډه ترسره شوه.
په پیل کې پوهنې رئیس وویل: دا وظیفه زموږ او ستاسو لپاره یو الهي امانت دی او موږ دیني مسوولیتونه لرو چې په ښه او اخلاص یې ترسره کړو.
همدارنگه په غونډه کې په لاندې مسایلو بحث او پریکړه وشوه.
۱- د مرکزيت اصل او سلسله مراتبو رعایت کول او د کار په بهیر کې روڼتیا.
۲- د سه پارچو ورکولو بهیر درول، په هغې صورت کې چی د ټولګي د انحلال لامل شي.
۳- درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کمبود ته جدي پاملرنه.
۴-د ښوونکو د مقرري او تبدلې کمیسیون جوړول.
۵- د نوي تعلیمي کال لپاره د تعلیمي پلانونو جوړول.
۶- د اسلامي امارت د اصولو او مقرراتو په نظر کې نیولو سره د وړاندیزونو د پروسې پاس کول.
۷- په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمبود شمیر معلومول.
۸- د اسلامي امارت د نظامي قطعاتو لخوا د تعلیمي مراکزو تخلیه کول.
غونډه په پای کې د خیر دعایې سره پای ته ورسیده.
