په پکتيا ولايت کې ديوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۱۰
12

د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د بابکر منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د ٨ درسي ټولګيو او نورو اړینو ملحقاتو سره چې ټولټال دوه ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د حداد فرهاد فرهنګي مرکز له لوري جوړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د پکتیا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، د زرمت ولسوالۍ پوهنې آمریت مسئولینو، علماوو، ښوونکو، زده کوونکو او د خلکو استازو ګډون درلود، پرانیستل شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد منځني ښوونځي په پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او له مرستندویه بنسټ څخه یې مننه وکړه.
دغه راز نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د پکتيا پوهنې رياست د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو او د پوهنې د ودې په برخه کې جدي هڅې کوي.
نورو ويناوالو هم د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې او د پوهنې رياست له مشرتابه يې وغوښتل، تر څو په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ترميم نشتوالي ته پاملرنه وکړي.
دوی د پوهنې ریاست له پلانونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
يو تن زده کوونکي د نورو په استازيتوب د ښوونځي پر پرانيستلو خوښي څرګنده کړه او په یاده برخه کې یې د پوهنې رياست له هلو ځلو څخه قدرداني وکړه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده، چې د پکتيا ولايت پوهنې د رئيس په وينا، د جوړ شوي پلان له مخې به په ياد ولايت کې د ۱۳ نويو ښوونځيو د جوړېدو چارې هم پيل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS