په پکتیکا ولایت کې د دوه بابه ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۹:۷
په پکتیکا ولایت کې د دوه بابه ښوونځيو نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا ولایت د برمل سرحدي ولسوالۍ د محمودیه او نو آباد لومړنيو ښوونځيو نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترځ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وه، د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکنی، د پوهنې ریاست رئیس انجنیر محراب الدین شفق، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، د سیمي مشرانو ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله.

د پکتیکا والي د نویو ودانیو د پرانېستلو له امله ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله زیاته یی کړه، چې دیادو ښوونځیو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د لس میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت د افغانستان د ملي بودجې ځخه جوړي شوې ، چې هره ودانۍ ۶ درسي خوني، احاطوي دیوال عصري تشنابونه، میز او چوکۍ د څښاک اوبه نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري.

همدارنګه د پوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق د یادو ودانېو په پرانېست غونډه کې د ښوونځيو له ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ودانیو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پوهنې رییس زیاته کړه: چې د دې ښوونځي په جوړیدو سره به د شاوخوا کلیو ماشومان په ښه توګه وکولای شي د لته په محفوظ چاپیریال کې زده کړې وکړي، له نیکه مرغه موږ دا مهال د پوهنې په برخه کې د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې هم د ښوونځیو رغنیزې پروژې تر لاس لاندې لرو او کار يې ادامه لري.

د سیمې اوسېدونکو او زده کوونکو د ښوونځي د نوې ودانۍ له پرانېستو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې ساتلو او مراقبت ته به یې جدي پاملرنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې روان کال له پیل نه د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زیات شمېر ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د زیاتو يې د بنسټ ډبرې کېښودل شوېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS