په کابل ښار کې د څو ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې
په کابل ښار کې د څو ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم چارې رسماً پیل شوې.
په يادو پروژو کې د استنادي او احاطوي دېوالونو جوړول، د حفظ الصحوي تاسیساتو رغول، د پاکو اوبو د سيسټم غځول او نور اړین ملحقات شامل دي، چې د دریچه نور، آصف مايل، شهید يوسف او ريشخور په لومړنيو ښوونځيو کې پلې کېږي.
د پروژو ټولییز لګښت ۱۴ میلیونه ۵۷۰ زره ۷۶۵ افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې د یو ملاتړ بنسټ له خوا ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د مرسته کوونکو بنسټونو د دوامداره همکارۍ او د هېواد د پوهنې د مینه والو له ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.
