په کابل کې د ښوونځيو د غوره سپورتي ټیمونو لپاره د مډالونو او ستاینلیکونو وېش.
د والیبال ورزشي سیالۍ چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د بریا په مناسبت د کابل ولایت د بګرامي، پغمان، شکردرې او چهاراسیاب والسوالیو د زده کوونکو د ورزشي ټیمونو ترمنځ د کابل د عایشه دراني په ورزشي ډګر کې ترسره شوې وې. نن ګټونکو ټیمونو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د ریس الحاج مولوي محمد رحیم ایوب سربېره یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو چې له سپورت سره مینه درلوده هم برخه اخیستې وه. .
د مراسمو په پيل کې د پوهنې وزارت د لومړنيو او ثانوي زده کړو رئيس د ګټونکې لوبډلې د برياليتوب د مبارکۍ ترڅنګ په ټولنه کې د خلکو د روغتيا او هوساینې لپاره د سپورت په ارزښت خبرې وکړې او ورزشکارانو يې وهڅول، ترڅو په دې برخه کې ګړندي ګامونه واخلي.
په پای کې ګټونکې لوبډلې او لوبغاړو ته مډالونه ووېشل شول.
