د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
xbvxcv

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو وروسته، د ۷۸ مېليونه۳۶۶ زره او ۵۸۱ افغانيو په لګښت د ۸۹ بابه تعليمي مرکزونو د جوړولو او ترميم پروژې چې تازه بشپړې شوې دي، ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
همدارنګه نوموړي په هغه غونډه کې ګډون وکړ، کوم چې په همدې مناسبت د سرپل ولايت مقام د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه او پکې د یاد ولایت والي محترم الحاج مولوي ظريف مظفر، پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر مسئولينو او ديني علما‌ءکرامو ګډون درلود.
لومړی د سرپل ولايت پوهنې رئيس، د پوهنې محترم وزير او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل:«د پوهنې محترم وزير حضور زموږ د ټولو د خوښۍ، ویاړ او روحيې سبب ګرځېدلی. د ښوونځيو جوړېدو او ترميم دغه پروژې په بېلابېلو سيمو کې د زده‌کړې بهير د پياوړتيا او د زده‌کوونکو لپاره د مناسب تعليمي چاپېريال برابرولو په لور يو ستر ګام دی.»
په ورته مهال د سرپل والي محترم الحاج مولوي ظريف مظفر، د پوهنې وزير له ورتګ او د یادو پروژو له پلي کېدو څخه مننه وکړه او ويې ويل: «پوهنې وزارت خپل ستر رسالت د علم او پوهې د رسولو په برخه کې تر لېرې پرتو سيمو پورې ترسره کړی دی. ښوونه او روزنه د ټولنیز پرمختګ بنسټ دی، پوهنې وزارت همېشه د خلکو په خدمت کې دی او هڅه کوي ملت د ناپوهۍ له تيارې راوباسي. له همدې امله، مشران او مسئولين هم بايد د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې ترسره او د مسئوليت احساس له ځان سره ولري.»
د يادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شویو پروژو له پرانيستې سره، په سرپل ولايت کې د زده‌کړې هراړخيزې اسانتياوې رامنځته او په پایله کې یې زرګونو تنو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې خوندي او مناسب تعليمي چاپېريال رامنځته شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS