په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه
د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د مبارزې لارې» تر سرلیک لاندې، علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه.
په یاده علمي برنامه کې د اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو د رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د فکري ننګونو او د هغو پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.
