په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاځلې پرانیستل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اړوند شهید نېک محمد ښوونځي ودانۍ، چې د بیاجوړولو کارونه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې لخوا بشپړ شوي وو، د پوهنې رئیس، علماءکرامو او د خلکو استازو په ګډون بیاځلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله قندیلي په خپله وینا کې د پوهې او علم په لوړ ارزښت د ټینګار ترڅنګ، د ښوونځي د يپه په دغه پروژه کې درسي ټولګيو اداري خونې بیاجوړول، د ودانۍ رنګول، کړکیو- دروازو ترمیم او نور اړین ملحقات شامل دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز وضعیت لاښه والي په برخه کې د مرستندویه ادارې له همکاریو مننه او قدرداني کوي.