په کندهار ولایت کې د مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۰:۱۲
4/7

د پوهنې وزارت د سوېل لوېدیز زون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د مسلکي انکشاف غړو لپاره د ظرفیت لوړونې ۶ ورځنی سیمینار په رسمي ډول په کندهار ولایت کې پیل شو.
په دې علمي ناسته کې د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي، د یادو ولایتونو د پوهنې مسؤلین، او د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان د مسلکي برخو غړيو ګډون کړی و.
د پرانیست‌غونډې ویناوالو د دې ډول سیمینارونو پر ارزښت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د مسلکي کادرونو د وړتیا لوړول د ښوونې او روزنې د کیفیت د تضمین یو بنسټیز اصل دی او اړینه ده چې ورته ځانګړې پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS