په کنړ کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د زده کوونکو تر منځ علمي سیالۍ ترسره شوه
د پوهنې وزارت، کنړ: د کنړ پوهنې ریاست له لوري او د یونیسف ادارې په مالي لکښت د عمراخان عالي لېسې په انګړ کې د ماشوم د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت د زده کوونکو ترمنځ ذهني سیالۍ ترسره شوه.
په دغه جوړشوې پروګرام کې د کنړ پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد، تدریسي مرستیال، د ښوونيزې څارنې آمر، د ولسوالیو څخه د پوهنې آمرینو، قومي مشرانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد د یونیسف موسسې د دوامدارو همکاریو نه مننه وکړه، او زده کوونکو ته يې د ماشوم د نړیوالې ورځې مبارکې وویله او زیاته یې کړه، چې موږ د دې ورځې په ویاړ د زده کوونکو ترمنځ ذهنې سیالي په لار اچولې، چې د ټولو ولسوالیو څخه مو ورته زده کوونکې راغوښتي، چې دوی به په خپل منځ کې سالمه سیالي کوي.
د پوهنې رییس زیاته کړه چې دغه سیالي مو د ماشومانو د تشویق لپاره برابره کړي، چې ترڅو ماشومان په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي او په راتلونکې کې د نورو ناوړه کارونو څخه ځان وساتي.
د سیالی په پایله کې دولس ولسوالیو لومړی مقام او پاتې څلورو ولسوالیو دوهم مقام خپل کړ.
