پوهنیز نظام سره د میدان وردګ ولایت د خلکو همکاري دوام لري
__ د سيدآباد ولسوالۍ د عمر ولي لېسې مسئولينو او ښوونکو له يادې لېسې سره ١٥ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
په يو بل خبر کې راغلي، چې د همدې ولسوالۍ د يوسف خېلو کلي اوسېدونکي معلم محمد عارف نور د ٢٥ زره افغانيو په ارزښت د یادې لېسې لپاره د ٦٥ متره په اندازه فرش وپېره.
د پوهنې وزارت مشرتابه د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ د علمي شخصیتونو له همکاریو مننه او هرکلی کوي.