په میدان وردګ ولایت کې عامو ولسونو د ۳۵ زره افغانیو په لګښت له پوهنیز نظام سره مرسته کړې
د ميدان وردګ ولایت د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند د انخي، باغک او امام محمد (رحمه الله) ښوونځیو سره د ځايي خلکو له لوري د ٣٥زره افغانيو په اندازه مرسته شوې، چې د یادو ښوونځیو لپاره د تخنیکی وسایلو او اړینو توکو پېرلو کې په مصرف رسېدلې ده. د پوهنې وزارت مشرتابه یو ځل بیا له ښوونیز نظام سره د عامو خلکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کوي.