پوهنې وزارت د سوداګرو او ملي پانګوالو د همکارۍ هرکلی کوي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۹:۳۶
پوهنې وزارت د سوداګرو او ملي پانګوالو د همکارۍ هرکلی کوي

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې وزيرې آغلې رنګينې حميدي د افغان جرمن د سوداګريز اتاق مسوول او د اقتصادي شورا غړي ښاغلي جلال الدين سعيد سره ولیدل.

ښاغلي سعيد د پوهنې وزارت سره د ملي پانګوالو د همکارۍ په برخه کې خبرې وکړې او ویي ويل دوی تيار دي چې د پوهنې وزارت سره هراړخيزه همکاري ولري.

د پوهنې وزارت سرپرستې وزيرې آغلې رنګينه حميدي د مننې ترڅنګ د زده کړې په برخه کې د ملي سوداګرو اوسرمايه ګذارانو په هکله وويل چې د پوهنې وزارت په بيلا بيلو برخو کې ستاسو همکارۍ ته اړ دي او د نوموړي وزارت رهبري د ملي سوداګرو اوسرمايه ګذارانو د هڅو ملاتړ کوي او هرکلی ورته وايي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زده. . .

BACK TO NEWS