پکتيا ولايت کې د يو مېليون افغانيو په لګښت د ۴ بابه ښوونځيو لپاره کمپيوټرخونې جوړې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۴۳
14

د پکتیا ولایت اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند د بيان خېل، مرکزي اریوب، روکيان او ګلغنډۍ ښوونځيو د کمپيوټر خونو او تخنيکي لوازمو د ترميم چارې، د يو مېليون افغانيو په لګښت د ځايي خلکو په همکارۍ ترسره او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي د اريوب ځاځي ولسوالۍ له علم پروره ولس څخه د مننې په ترڅ کې، له زده کوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې د اړتيا وړ توکو په ساتنه او پالنه کې جدي هڅې وکړي.

د پوهنې وزارت رهبري د پکتیا ولایت د خلکو په ځانګړې توګه د پوهنې مینه والو د مادي او معنوي مرستو له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS