څمکنیو کې د ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۲:۵۴
څمکنیو کې د ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې د سیمین اکبري د نجونو ښوونځي نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د پوهنې ریاست د مسوولینو، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پیل شوې.

یاده ودانۍ د ۸۱ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د ښارجوړونې او د ځمکو وزارت لخوا په پاخه او اساسي ډول په دریو پوړونو کې جوړیږي، چې ۴۰ درسي ټولګي، ۹ اداري خونې، یوه معلوماتي خونه، د لمريزې برېښنا سيستم، د اوبو ذخيره، احاطوي دېوال، دېرش عصري تشنابونه، ګودام، کتابتون اونور اړینې آسانتیاوي به ولري.

د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت د نجونو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او موخه یې داده، چې ټول ماشومان په مساوي ډول زده کړو ته لاسرسی ومومي.

پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي زیاته کړه چې د پوهنې له اړخه په ځانګړي ډول په ودانیزه برخه کې سږ کال بې ساری دی، هدف مو دا دی چې یو وخت په دې ولایت کې سل سلنه د ودانیو د کمښت ستونزه حل شي. نوموړي زیاته کړه: له تاسې ټولو مو هیله ده، چې د پوهنې له دې سپیڅلي کاروان سره مرسته وکړئ، زه له ټولو اړخونو مننه کوم چې په دې برخه کې له مونږ سره همکاري او مرسته کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه

د سیمې د متدینو خلکو لخوا، د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په ارخي کلي کې د دار الحفاظ لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه.
د دغې ځمکې د سپارلو په مراسمو کې پوهنې چارواکو، د دارالحفاظ او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند د کمال خېل منځني ښوونځي لپاره د ۵.۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د لمریزې برېښنا دغه نوی سیسټم د ښوونځي د مدیر، ښوونکو او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

د بامیان ولایت یوې لېسې سره د ۷۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکو د اړینو اداري او تدریسي تجهیزاتو پېرودلو په موخه، د یادې ولسوالۍ د شنیه اخضرات عالي لېسې سره د ۷۴ زره ۲۰۵ افغانیو مالي مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS