کابل ولایت کې د سواد زده کړو کورسونو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي
د پوهنې وزارت، کابل: کابل ولایت کې د لیک لوست زده کړې لپاره د ۵۲ تنو څخه د ښوونکو د ګومارنې آزموینه واخېستل شوه.
د یادې آزموینې د پیل په مراسمو کې د کابل ولایت د پوهنې رییس محمد عظیمی وویل: یاد ښوونکي د پوهنې وزارت د لیک لوست اداري د لارښوونې له مخې د BESAF ( د افغانستان راتلونکي لپاره د ښوونې غوره سیستم ) د یوې مرستندویه موسسې او د یونسکو اداری له خوا په مالي مرسته استخدامیږي.
د آز موینې د پیل په مراسمو کې د کابل ولایت د پوهنې رئیس محمد عظیمی د BESAF موسسي له مرستو مننه وکړه او د آزموینې ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د لیاقت او وړتیا پر اساس به استخدام کیږي او د یو تن حق به هم نه تلف کېږي.
په دغه آزموینه کې له شرایطو سره برابر ۵۲ تنو ګډون کری، چې له آز موینې دنتایجو له اعلانولو وروسته به ۲۵ تنه دبریالیتوب په صورت کي به د کابل ولایت د چهار آسیاب، شکردره، پغمان، ده سبز او بګرامیو ولسوالیو کې د سواد زده کړي په کورسونو کې د ښوونکو په ټوګه وګمارل شي.
