کندهار کې د پوهنې ستونزو ته رسېدنه کیږي

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې سرپرستې وزيرې آغلې رنګينې حميدي د جلا لیدنو په ترڅ کې د کندهار ولايت د قومي سپين ږيرو اومخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کندهار ولايت قومي سپين ږيرو او مخورو د پوهنې وزارت سره د ملاتړ سربيره په کندهار ولايت کې د ځينيو ننګونو او د زده کړې په برخه کې د شته ستونزو په هکله وړانديزونه وکړل اوخپلې غوښتنې يې د پوهنې وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې.
د پوهنې وزارت سرپرستې د کندهار ولايت د قومي سپين ږيرو اومخورو نه د مننې په لړ کې وعده وکړه چې د کندهار په ولايت کې به د پوهنې په برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.
آغلې حميدي د کندهار ولايت د قومي سپين ږيرو اومخورو نه وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې د خلکو سره کار وکړي او د عامه پوهاوي له لارې يې ذهنونه روښانه کړي ځکه د پوهنې وزارت د سرپرستې په باور د پوهنې نظام برياليتوب د خلکو د همکارۍ او همغږۍ نه پرته پرمخ نشي تلای.